د خيبر پښتونخوا مشر وزير وايي د خپل هېواد ايين يا اساسي قانون له مخې به د هغو وړاندیزونو او سپارښتونو پلي کولو لپاره ټوله هڅه کوي، چې د پښتنو قامي جرګې کې شوې دي. علي امین ګنډاپور ويل هغه غوښتنې چې ځواب يې د صوبايي حکومت واک کې نه وي، له ورسره تړلو فډرالي ادارو سره به يې شريکوي. ښاغلي ګنډاپور ويل دا د حکومت او دولت دنده ده، چې خلکو ته یې د ستونزو په حلولو ډاډ ورکړي. ده دا خبرې د خيبر پښتونخوا صوبايي اسمبلۍ کې کولې، چې د پښتنو قامي جرګې غوښتنو په اړه بحث او خبرې شوې، چې د اسمبلۍ ډېرو غړو په کې ويل د جرګې پر وړانديزونو او غوښتنو دې غور وشي.
#bbcpashto #bbcpashtotv #bbcnaraydawakht
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?s...
Youtube: / @bbcpashto
Like us on Facebook: / bbcpashto
Follow us on Twitter: / bbcpashto
Instagram: / bbcpashto