دنګه ځوانی دی کړه قربان ګیله منه
ته! ډک زړه ولاړی، په ارمان ګیله منه
دا سپیڅلی شهادت دی مبارک شه
جنت دی ځای کړه پاک سبحان ګیله منه
هره مور دی ګیله من دنیا ته راوړی
چی دا هر یوشی، ستاپه شان ګیله منه
تا د قام او د پښتو خبره کړله
د لر او بر یی قهرمان ګیله منه
یه هلاله د آشنا خبری مرحمونه
سنګه ولاړی ،یه درمان ګیله منه
2024/7/13