Sub4Sub network gives free YouTube subscribers
Get Free YouTube Subscribers, Views and Likes

آیا د پاکستان حکومت به د پښتنو قامي جرګې پریکړې ومني؟

Follow
DW Pashto پښتو

د پښتنو قامي درې ورځنۍ جرګه چې ډېرو پښتنو پکې ګډون کړی و د یکشنبې په ورځ ناوخته پای ته ورسېده. د دغې جرګې پریکړې چې تر شلو ډېرې وې د پښتون ژغورنې غورځنک بنسټګر منظور پښتین اعلان کړې.

په دې جرګه کې پریکړه وشوه چې په دوو میاشتو کې دې د پاکستان پوځ او هر ډول وسله والې ډلې د دوی له خاورې ووځي. ‌ښاغلي پښتین په دې پرېکړو کې د پخوا په څیر د افغانستان او پاکستان پر پوله تګ راتګ، د بې کوره شویو پښتنو بېرته په خپلو سیمو کې مېشتول، په پاکستان کې د پښتنو د بندو شویو پیژندپاڼو بیرته ورکول، د سیاسي بندیانو خوشې کول او په بدو کې د ښځو نه ورکولو سره سره یو شمېر نورې پرېکړې هم اعلان کړې.

د دغې جرګې پریکړې څومره عملي کیدای شي؟
آیا د پاکستان مرکزي حکومت به دغه پریکړې ومني؟

دا اونۍ په پخلاېنه خپرونه کې د پښتون ژغورنې د بلوچستان ایالت مشر نور باچا او د پیښور پوهنتون استاد عرفان اشرف سره بحث کوو.

posted by Troisip4