/ hellalmalang
زموژ د فیسبوک پانه ضرور درسره وگوری او لایک یی کری .
#هلال ملنگ
#ملنگی مشاعره
#ګودر
منګی په سر ګودر ته ولاړه
زیړ ماردیګر ګودر ته ولاړه
زه ورته دی ګودر کی ناست وم
جانان می بر ګورد ته ولاړه
زما د نن ورځی کار بس دی
زما جګر ګودر ته ولاړه
څه په هنر کاته یی وکړل
څه په هنر ګودر ته ولاړه
دلاس نښه به یی ایښی وه هلال ته
چی به اکثر ګودر ته ولاړه