Za Paida Kare Khudaye Azaad | Jamming | Pashto Ghazal 2022
Rabab: Ziyad
Vocals: Ziyad and Umar
Poetry:@amjadshahzad1746 sb
Lyrics:
زه پیدا کړې خدائے آزاد يمه ملا مه کوه
ته راته څه وې چې هغه مه کوه دا مه کوه ـ
خارو ته وايه نغمې مه وايه ګناه مه کوه ـ
چينار ته وايه د سيلۍ سره ګډا مه کوه ـ
نمر ته هم وڅنډوه ګوته چې رڼا مه کوه
سپوږمۍ ته هم کړه سترګې برندې چې ځلا مه کوه ـ
د چا د غاړې لونګين به وږمې نه خوروي ـ
د چا د لاس بنګړو ته وايه چې شړنګا مه کوه ـ
نغده بوسه اخله باور يې په سبا مۀ کوه
په محبت کښې د هيچا سره نسيا مۀ کوه
امجده دا اولس کوي اجتماعي خودکشي
امجده دوي له د ښې ورځې تمنا مه کوه ـ
#pianoandrabab #music #pashto #ghazal #love #rabab #youtube #tiktok #trending .